وينه څه ته وايي او د وينې کړنې کومې دي؟

  • :
دوهمه برخه:
وينه ووبونو ته د آکسيجن رسول آکسيجن هېموگلوبين پورې ځان نښلوي او هېموگلوبين د وينې په سره توکي کې وي
د غذايي موادو لکه گلوکوز، امينو اسيدونو او غوړن اسيدونو رسول دا توکي په وينه کې حل کېږي او يا هم ځان د پلازما پورې نښلوي
د بېکاره موادو لکه کاربون ډای آکسايډ، يوريا او لاکټيک اسيد وېستل
د وينې په ايميونولوژيکو کړنو کې د وينې سپين توکيو اکر شامل دی، چې اهمه کړنه يې بدن کې د باندنيو توکو پېژندنه او د انټيباډي له لارې د هغوی مخنيونه ده.
Coagulation,  وينه د بدن د ځان-رغونې د ميکانيزم يوه اهمه برخه جوړوي
لېږدنده کړنې، چې په دې کې د موخې ځايونو ته د هورمونونو لېږدېدنه او د ويجاړ شويو ووبونو سگنالونه لېږدول شامل دي.
د بدن د pH تنظيم
د بدن د تودوخې تنظيم
هايډروليکي کړنې، لکه لکوالی (دا هم وگورۍ جمپېنگ سپايډر)
د وينې په جوړښت او اکرني غونډال کې رامېنڅ ته شوې ربړې، ووبونه د ناسوبوالي او ناسم کارنتوب په لور ورماتوي. د اسکېميا اصطلاح د هغه ووب اړونده اشاره کوي کوم چې په ناکافي کچه په وينې خړوبېږي.

وينه په سږو او بدن کې د زړه په مرسته په اکرني غونډال کې پمپېږي. زړه ته د وينې د بېرته راستنېدو اضافي فشار بيا د جاذبې د ځواک او د هډتړ د عضلاتو د دندو په مرسته رامېنځ ته کېږي. په تيورو ژويو کې وينه د ليمف سره په يوه توازن کې ده، ليمف په پرله پسې توگه د وينې نه جوړ شوی (د کپېلري د ډېر چڼېدنې په پايله کې) چې بېرته وينې ته ورستنېږي (د توراسيک ډکټ له لارې). لېمفاوي اکر اکثراً د دوهم اکر په نامه هم ياد شوی.

No comments

Powered by Blogger.