د تلاسيميا بنسټيزه پېژندنه :څلورمه او وروستۍ برخه

او د دې نه بغېر  هغه خوراکونه  او دواګانې چې په هغې کې کېلسيم  او ویټامین  ډي  موجود وي د ډاکټر په مشوره کارولی شي.
د داسې ماشومانو دې د فعه قوت د زیاتولو لپاره د وټیامین کارول هم پکار دي، ځکه چې دې زر،زرمريض کېدلو نه بچ پاتې شي، خوهر قسم دواګانې لکه ګولۍ، کلسیم ،ویټامین هم بايد د ډاکټرانو په مشوره وکارول شي، ځکه چې د ضرورت مطابق د ټولو دواګاانو استعمالول په صحیحه توګه وکارول شي .
پوښتنه9: آيا د تلاسيميا مريضانو ته د يو خاص خوراک ضرورت وي؟
ځواب: تلاسيميا  مريضانو ته د خوراک هېڅ  قسمه کوم پرهېز  نشته دى.
پوښتنه10 : په بدن کې داوسپنې یا (آیرن) د د زياتېدو څخه کوم مشکلات منځ ته راتللی شي؟
ځواب:  د اوسپني یا آیرن د زياتېدو نه  ډير مشکلات رامنځ ته کيږي،  چې په هغې کې ځینې په دا ډول دي:
1– پېچوټري غدود Pituitary gland چې  زمونږ په بدن کې دهارمونز  (Harmon)  نظام مخ  په وړاندې بیایي. د آيرن (Iron) نه ډېر  زر نقصاني کيږي. که چيرته  آيرن په صحيح توګه د بدن څخه ونه ايستل شي، نو د دې په وجه  د بدن ډېرو برخو ته نقصان رسيږي  او د دې په وجه د هارمونز نظام خرابيدى شي،  او ډېرنورمشکلات  هم  منځ ته راتللی شي،  چې په دې مشکلاتو کې ځینې دا ډول دي:
د ماشوم په غټېدو کې  کمی راتلل، د خپل وخت نه وروسته بالغ کېدو ته رسيدل،  معنى  دا چې د نورو خلکو په نسبت زر نه بالغ کېدل  او د بالغ  کېدو نه ورسته د تهائی رائډ ګلېنډ(Thyroid Gland)  کې کمی يا زياتوالی راتلل.
2- د (آيرن) يعنې  اوسپني د زياتېدو نه د زړه ډيرې مريضۍ  رامنځته کيږي، لکه د زړه د حرکاتو زیاتوالی، د زړه په وينه کې  د پمپ  کولو صلاحيت  کمېدل،  د زړه  په حجراتو کې د مايع جمع کېدل او د زړه  صحیح کار نه کول هم شامل دي، په دې وجه باندې د تلاسيميا مېجر  مريضان بايد  د 10 کالو  په عمر کې د زړه  ډاکټر  ته وښودل شي، ځکه چې د مشکلاتو په وجه  باندې د اوسپني یا (آیرن) د وجود نه په خپل وخت او ښې طريقې سره وویستل شي.
3–ينه(Liver) هم د اوسپنې(Iron) د زياتېدو په وجه خرابيدلی شي، لکه  د ينې(Liver)  سوزش ،پړسوب یا کنسر، غټېدل د ينې (Liver)  دحجراتو مړه کېدل او د يني (Liver) وچيدل (Cirrhosis) شامل دي، که چېرته اوسپنه  (iron) په صحيح  وخت  اوپه صحيح  طريقه باندې  د بدن نه وویستل شي،  نو ينه د نقصان څخه بچ پاتې کيداى شي.
دينې  ټېسټ  Lfts هر درې  مياشتې وروسته کول ضروري دي، ځکه چې  د ينې (Liver) حالت پکې معلوم کړی شي.

تلاسيميا نه د بچ کېدو طريقې

پوښتنه1: د تلاسيميا جين د يوې کورنۍ نه  بلې کورنۍ ته دې نه انتقال کيدو لپاره، څه کول پکار دي؟
ځواب: داسې دوه کسان چې په هغوى کې تلاسيميا مائینر وي،  نو د دې کسانو يو بل سره نکاح کول نه دي پکار، ځکه چې داسې والدين (مور،پلار) په راتلونکي ماشوم کې دتلاسيميا مېجر  دانتقال  سبب جوړيدلی شي،  او که چېرته  واده وشي، نو د حمل  په دوران کې (CVS) ټېسټ  کول ډېر ضروري دي، ځکه چې معلوم کړای شي، چې په جنین کې تلاسيميا مېجر شته او که نه.
پوښتنه2:  آيا د تلاسيميا مېجر تشخيص د ولادت نه مخکې کيدى شي؟    
ځواب: د تلاسيميا مېجرموجوديت پته د ولادت نه مخکې  په ماشوم کې معلوميدلی شي،  د حمل د
12ې نه تر16هفتو په دوران کې د (CVS)  ټېسټ کيږي، چې په دې  کې د تلاسيميا مېجر پته لګيږي،  که چېرته  په راتلونکي ماشوم کې تلاسيميا مېجر موجود وي، نو د حمل(16) هفتو نه مخکې  د ضايع کولو مشوره ورکولای شي.
پوښتنه3:  آيا د شريعت په نظر د ماشوم ضايع کول جايز دي؟
ځواب: د عالمانو د فتوې په نظر داسې حمل چې په دې کې د طب  له نظره  د يوې داسې  مريضۍ يا نقص  پته ولګيږي او ډاکټر  په خپله هم د داسې ماشوم د اسقاطه ضايع کولومشوره ورکړي،  نو په شرعي توګه د دې اجازه شته چې د 16 هفتو نه مخکې حمل ضايع کړي.
 لاندې د علماؤ فتوا کتلی شئ:


پوښتنه4: (Genetic Counseling) يا مشورې څه شی دي او د دې څه اهيميت دى؟
ځواب: جينتيک مريضۍ مثلاً: تلاسيميا مېجر یو قسم مریضي ده، د دې په اړه خلکو ته معلومات ورکولو ته(Genetic Counseling) ويل کيږي. په دې مشورې کې د تلاسيميا مېجرځپلي ماشومانو مور، پلار او خپلوان وته د دې مريضۍ د زياتېدو  طريقې او د دې د ختموولو په باره کې پوهه ورکول کيږي . او د تلاسيميا مضر اثراتو څخه خبرول کېږي، ځکه چې راتلونکي ماشومان او نسلونه د دې  مريضۍ نه بچ پاتې شي.
پوښتنه5: Carrier  اسکريننګ يا Family  اسکريننګ څه مطلب دى؟
ځواب:  کيرير اسکريننګ اوفيملي اسکريننګ کې داسې فامیل(کورنۍ) چې په هغې کې تلاسيميا مېجر مريضي موجوده وي.
د دې فامیل نه علاوه باقي ټولو نفرو کې د تلاسيميامائنر د موجوديت ښکاره کولو لپاره د وينې يو عام ټيست CBC  او هېمو ګلوبين اليکتروفروسېسElectrophoresisHb  کول ضروري دي.
که چېرته  يو ماشوم  يا يو سړی چې په ده کې تلاسيميا مايئنر  جين موجود وي، نو هغه ته د خپلې تلاسيميا مريضۍ معلومات  وشي او داسې ځوان هلک او جينۍ چې په دوى کې تلاسيميا ماینر موجود  وي،  بايد په خپلو کې واده ونه شي، ځکه چې  تلاسيميا مائنر  مور او پلار نه ماشومانو ته تلاسيميا مېجر انتقاليږي.  

No comments

Powered by Blogger.