تلاسيميا
زموږ په اړه
د نور د وینې او تلاسیمیا خيريه بنسټ پۂ اړه
نور د وينې او تلاسيميا
خيريه بنسټ په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې په خوست ولایت کې د ماشومانو متخصص ډاکټر محمد نور ځدراڼ
لخوا مور او پلار پسې د صداقې کولو په نیت پرانېستل شو.
دغه بنسټ سره دا
مهال شاوخوا ۶۰۰ تنه د تلاسیمیا ، د۱۰۰ په تعداد کې د هېموفیلیا او ۳۰ په شاوخوا کې د نورو مهلکو ناروغو ناروغان
ثبت دي چې په یاد مرکز کې ورته د ناروغۍ د تشخیص، درملنې، وینې تصفیې، عامه پوهاوي
او وقایوي پروګرامونه او وړ روغتیایی مشورې ورکږل کیږي.
دا بنسټ د ۱۵ په شاوخوا کې ناروغانو د بستر ظرفیت هم
لري.
د همدغو اغېزمنو
برنامو له مخې وو چې نن ورځ د تلاسیمیا دوو مجهزو سنټرونو د پرانېستلو لپاره په خوست
او پلازمبنه کابل کې لومړني کارونه نهایي شوي او تمه شته چې د وروستیو اجرااتو وروسته
به یاد مرکزونه د خپلو هېوادوالو خصوصاً د تلاسیمیا ناروغانو پر مخ پرانېستل شي.
No comments