د تلاسيميا بنسټيزه پېژندنه :دېریمه برخه

د تلاسيميا د درملنې لارې چارې
پوښتنه1: د تلاسيميامائنر  علاج څنګه کيدلی شي؟
ځواب : تلاسيميامائنر  ته د مريضۍ په نظر نه کتل کيږي،  ځکه چې  د يو جنس  کيفيت  دى.  د دې نه جسماني  او ذهني  کمزوري نه  پيدا کيږي، او نه جين  ختمېدلی شي،  او نه بدلېدلي شي،  د روغو خلکو په نسبت  تلاسيميامائنرخلکو ته  پکار دي، چې  د فولک ايسډ (folic Acid) ډېر استعمال کړي، ځکه چې د وينې  د کم والي  نه بچ  پاتې شي، د تلاسيميامائنر  خلک  د نورو خلکو غوندې هر قسمه کارونه کولای شي.
پوښتنه2 :  د تلاسيميا مېجر(Thalassemia Major) په دې وخت کې  څه علاج کېدلی شي؟
ځواب :  جاري وينه لګول: ٢ د جاري وينې لګولو سره په بدن کې  د اوسپنې مقدار زياتيږي.
چې د اوسپني یا آیرن د بدن نه ويستل ډير مهم دي، د جاري وينو لګولو سره د تلاسيميا مريض ته د ژوند په تېرولو کې ډيرکومک کوي، څه رنګه چې  د دوی عمرونه  زياتېږي، همدرانګه د وينې د ورکولو اړتيا  رامنځته کيږي.
پوښتنه3: د چېلېشن(Chelation)  لپاره چې  کومه پيچکاري استعماليږي،  د هغې  پمپ ولې استعماليږي؟
ځواب:  د جاري وينو لګولو په وجه باندې  د وينې سرې حجرې(RedCell) په بدن کې جمع کيږي، او کله چې دغه سرې حجرې  (Red Cell) ماتې شي نو د دې سرو حجرو نه (ائرن)اوسپنه راوځي، او په بدن کې جمع کيږي، که چيرې د جمع شوي ا‌ئرن، اوسپنه د بدن نه ونه ایستل شي نو د زړه (Heart)  ينې (Liver) او د بدن نورې  ډيرې  حصې  خرابولی شي،  او په وجود کې  جمع کېدل شروع شي،  په بدن کې  د دې جمع شوي  ذخيرې ائرن(Iran) د ایستلو لپاره(chelation) انجکشن استعماليږي،  دا انجکشن د بټري(Battery)  په ذريعه چليږي، او د يو پمپ په ذريعه  د جلد  يعني پوستکي لاندې لګول کيږي.
دپمپ انجکشن  په واسطه  دوا  د ۱۰ څخه تر۱۲ ساعتونو پورې په بدن کې داخلوي (Chelation)  انجکشن  د بدن ايرن (Iran)جمع کوي  او د تشومتیازو(urine) په واسطه يې  د بدن نه خارجوي . د دې  انجکشن  د لګولو په دوران کې  مريض هر قسم کارونه کولاى شي. معنى  د دې  انجکشن  نه ده ته څه تکليف نه وي.
پوښتنه4:  آيا دا طريقه دعلاج لپاره صحیح ده؟
ځواب:  که چيرې  په صحیح طریقې سره د تلاسيميا مېجر  مريض  ته وينه ورکړل شي او د چيلېشن (Chelation)  پيچکاري ولګول شي، نو د تلاسيميا مريضان هم د نورو خلکو په شان ژوند تيرولی شي.
پوښتنه5: آيا د وجود نه د اوسپني یا (آیرن) ايستلو د (Chelation) پيچکاري نه بغير  بله  څه طريقه  د علاج لپاره شته ده؟
ځواب: د وجود نه د اوسپني یا (آیرن) د ايستلو لپاره  د (Chelation)  نه بغير،  اوس ګولۍ شته دي، لکه(Deferasirox)
پوښتنه6 : آيا د بونميرو ټرانسپلانټ(Bone Marrow Transplant) په ذريعه  د تلاسيميا مېجر  علاج کيدى شي؟
ځواب: بلې ! د بون ميرو ټرانسپلانټ (BMT) په ذريعه  د تلاسيميا مېجر علاج  کيږي، په دې کار کې  د تلاسيميا مريض د هډوکي مازغه  د يو روغ  انسان سره بدليږي، چې هغه کس ته تلاسيميا نه وي.
د هډوکو  د  مازغو بدلولو نه بد د بدل شوۍ روغ مازغه وينه جوړول شروع کوي، خو په دې طريقه علاج کې د ډېرو مشکلاتو امکانات  هم وي،  ولې چې دا نوي  بدل شوي د هډوکي مازغه څه  داسې حجرې هم جوړولی شي، چې د بدن نورې برخې  خرابې کړي.
د بون ميرو ټرانسپلانټ  دپاره  دا خبرې ډيرې مهمې دي:
1–که د مريض خپل سکه ورور يا خور وي، نو د هغې نه دهډوکي مازغه جوړه کېدل یا( (Matchکيږي.
2– په دې کار کې٪۲۰ ناکامي هم راتللی شي.
3– په دې طريقه علاج تقريبآً 15 لکه کلدارې يعني نهه لاک افغاني خرچه کيږي.
پوښتنه7: تلاسيميا مېجر (Thelassemia major) په علاج  کې بهتري څنګه راتللی شي؟
ځواب:  د تلاسيميا مېجر  علاج د مخکې  په پرتله  اوس ډېر  پر مخ تللی دی، اوس د تلاسيميا مريض يو ښه ژوند تيرولی شي او د نورو خلکو  غوندې  ډير کارونه کولای شي،  لکه: کرکټ ، فوټ بال،سبق ویل ، وغيره...  او وظیفه  هم د عامو خلکو غوندې  کولای شي.
پوښتنه8:  که چېرته  تلاسيميا مېجرمريضانو ته په بشپړ توګه  وينه ورنه کړل شي، نو د دوی په هډوکو باندې کومه اغېزه کيږي؟
ځواب: که چيرته  تلاسيميا مېجر مريضانو ته په بشپړه توګه  وينه ورنه کړل شي، نو بدن د وینې د کمي د پوره کولو لپاره، د هډوکي مازغه د وینې جوړول شروع  کوي، چې د دې  په نتيجه کې هډوکي  هم غټول شروع کوي.
 د دې نه د هډوکو په جوړښت کې بدلون راځي  او د هډوکو  په بندونو کې دردونه شروع کيږي، او هغه  د تلاسيميا مريضان چاته چې په باقاعده توګه  وينه ورکول کيږي.
په هغه مريضانو کې هم مشکلات کيداى شي، په دې وجه  د تلاسيميا مريضانو ته داسې خوراکونه ډېر خوړل پکار دي، په کوم کې چې د کېلسيم   او ویټامین ډي  مقدارونه  زيات  وي، ځکه چې  دا دواړه Ca او vitD3  هډوکي ته طاقت اومظبوط والی ورکوي، هغه خوراکونه چې په کومو کې ويټامين ډي  په زياته توګه موجود وي هغه په دې ډول دي:
لکه شيدې (milk)،  مستې ، کورني تازه غواړي ، پنير ،مالټې  وغيره...   او هغه  خوراکونه چې په کومو کې کېلسيم  ډير موجوديت لري، د هغو خوراکونو څخه څه په دې ډول دي: لکه شيدې، هګۍ (ٍEgg)، کبان (Fish)، ينه (Liver) او د مالټو رسونه او داسې نور.... .

No comments

Powered by Blogger.