1پوښتنه:
تلاسيميا مېجرپه بنيادي توګه څه شی ده؟
ځواب: تلاسيميا مېجرد وينې خانداني او جنټیکي((genetic مريضي ده، چې په دې مريضی کې د بدن د
وينې په سرو حجراتوکې د موجوده هېموګلوبين د جوړولو صلاحيت کميږي او يا بالکل
ختم کیږي. په دې وجه باندې په مريض کې د وينې ډيرکمی رامنځته کيدای ىشي .
2پوښتنه: تلاسيميا په بدن کې د کوم نظام مريضي ده ؟
ځواب: تلاسيميا په بدن کې د وينې مريضي ده .
3پوښتنه: تلاسيميا په څوډوله ده ؟
ځواب:
تلاسيميا په دوه ډوله ده، تلاسيميا مېجر(Thalaseamia
Major) او تلاسيميا مائنر (thalaseamia minor ).
4پوښتنه: تلاسيميا مېجر په کوم عمر کې په مریض کې
ښکاره کيږي.؟
ځواب: تلاسيميا مېجر يوه خانداني مريضي ده، په دې وجه دا د پيدايښت په وخت کې موجوده وي او په زياته توګه د دې
مريضۍ علایم په کال کې دننه ښکاره کيږي.
5پوښتنه: تلاسيميا مائنر څه ډول منځ ته راتللى
شي.؟
ځواب: تلاسيميا
مائنر يو جنيائي((genetic
خرابي ده او هم په خانداني توګه باندي
د مور اوپلار نه ماشومانو ته انتقاليږي.
No comments