د تلاسيميا بنسټيزه پېژندنه :دوهمه برخه

6پوښتنه: په خانداني توګه باندې په ماشومانو کې د تلاسيميا مېجر (Thalassemia Major) يا تلاسيميا مائنر (Thalssemia Minor) د انتقال څه لامل کيداى شي؟
ځواب:په ماشومانو کې  د تلاسيميا  د انتقال  وجه  په مور  اوپلار کې  د تلاسيميا جین په وجه  کيږي.

په لاندې  جدول کې دا خبره واضحه شوي ده
مور \پلار
مور \پلار
نارمل اولاد
تلاسيميا مائنر
تلاسيميا مېجر
نارمل
نارمل
100%
=
=
تلاسيميا مائنر
نارمل
50%
50%
=
تلاسيميامائنر
تلاسيميا مائنر
25%
50%
25%
                                                                                                                             

تلاسيميا مائنر                 تلاسيميا مائنر

تلاسيميا مېجر      نارمل            تلاسيميا مائنر         تلاسيميا مائنر







)    د مېجر د راتلو امکانات په څلورو کې يوه برخه (
)   دا جدول او شکلونه صرف امکانات ښکاره کوي.(

                                                               تلاسيميا مائنر                        نارمل





   نارمل                  نارمل               تلاسيميا مائنر       تلاسيميا مائنر
امکانات په څلورو کې دوه
 





دا جدول او شکلونه صرف امکانات ښکاره کوي .
7پوښتنه: تلاسيميا مائنر(Thalassemia minor )  د انسان  په ژوند باندې  څه اثر راوړي؟
ځواب:  د تلاسيميا مائنر  د انسان په ژوند باندې  داسې خاص تاثيرات  نه کوي،  په وجود،‌‌‌‌‌‌‌ ذهن  او جنسي کارونو کې د  روغ انسان غوندې وي.
 8پوښتنه: ايا تلاسيميا مائنر، تلاسيميا مېجر ته بدليدلی شي؟
ځواب:  تلاسيميا مائنر  چېرته هم تلاسيميا مېجر ته نه شي  بدلېدلی، دا مریضي په خانداني توګه باندې د مور او پلار  نه ماشومانو ته  انتقاليږي .
د تلاسيميا  کوم يو ډول چې ماشومانو ته  انتقال شي، پوره ژوند  پکې هم هغه وي،  دامريضي نه زياتيږي اونه په دې مريضي  کې کمی راځي. .                                                                  9پوښتنه: که چېرې تلاسيميا مائنر (Thalassemia Minor) په بدن او ذهن باندې کمزوري پیدا نه کړي، نو د دې  څه اهميت دى ؟
ځواب:  دتلاسيميا مائنر  اهميت  په دې  صورت کې وي، که چيرې  دوه تلاسيميا مائنر زنانه(Female ) او نارينه  (Male)  د يو بل سره نکاح وکړي، نو د واده  نه وروسته څه ماشومان  تلاسيميا مېجر  پيدا کيداى شي.
پوښتنه10: د تلاسيميا تشخيص  څه ډول کيداى شي ؟
ځواب:  د وينې  د يو عام ټېسټ  (CBC)  نه ډاکټران  صاحبان  د تلاسيميا  مايئنر  د معلومولو وړتيا لري؛ خو د (CBC) ټېسټ  نه  وروسته ورته بيا هېموګلوبين  الېکټروفوريسHb.Electrophoresis ټېسټ کيږي چې په هغې کې بيا پوره پته لګيږي.
پوښتنه11: آيا تلاسيميامائنر  د حامله  زنانه په صحت  باندې څه اثر کوي؟
ځواب:  بلې! په عام حالت کې په زنانه وو کې د هېموګلوبين  مقدار  د نارینه وو په نسبت  کم وي، ځکه چې په حاملو زنانه وو کې د هېموګلوبين  مقدار  نورهم کميږي،  تلاسيميا مائنر  په حاملو  زنانه وو کې د هېموګلوبين مقدار  نور هم کموي، او په ځینې  وختونو کې  داسې  زنانه وو ته د وينې ورکولو ضرورت  هم رامنځ ته کيداى شي،  داسې  زنانه  وو ته فولک اسيډ (folic acid)  چې يو ویټامین دی، په ډېر مقدار خوړل پکار دي، ځکه چې وينه  نوره ډېره کمه نه شي.
پوښتنه12: تلاسيميا مريضي زياته  چاته لګيدلی شي؟
تلاسيميا يو داسې  خانداني  مريضي ده چې  په زنانه وو او نارينه وو کې يو شان کيدای شي.
پوښتنه13:  د تلاسيميا مريضۍ  په مريض کې څه علايم وي؟
ځواب: 1:رنګ زيړېدل 2: د ماشوم صحت  خرابېدل،  د نورو ماشومانو غوندې نه غټېدل، زورېدل، بې خوبي، خولې کیدل، بی ودې کېدل.
3: دينې (Liver) غټېدل 4:تورې(Spleen)غټېدل

No comments

Powered by Blogger.