عامې روغتیا ریاست به نور د وینې او تلاسیمیا خیریه بنست سره خپلو روغتیایی همکاریو ته دوامدام ورکړي

دا څرګندونې د خوست عامې روغتیا سرپرست ریئس ډاکټر ګل احمدشاه نور د وینې او تلاسیمیا مرکزڅخه د لېدنې پر وخت وکړې.
نوموړي په یاده لېدنه کې د تلاسیمیا مرکز لخوا خوستیو تلاسیمیا یا وینې کمښت ناروغانو سره د خوست عامې روغتیا ریاست د همکاریو د پیل خبر ورکړ او زیاته کړه ډاکټر محمد نورځدراڼ چې په خوست ولایت کې دتلاسیمیا ناروغانو د درملنې په موخه کوم خدمات پیل کړي د ډېرې ستاینې وړ دي او موږ ژمنه کوو چې دغه مرکز سره به خپلو هراز همکاریو ته دوام ورکړو.
یاده دوی چې د کتنې په وروستۍ برخه کې د تلاسیمیا دوو تنو تنکیو او معصومو ماشومانو په لاس د خوست عامې روغتیا سرپرست رېئس ډاکټر ګل احمدشاه ته یوه ویاړیزه پاڼه (ستاینلیک) هم ډالۍ شو او یاد مرکز سره ددوی د ژوند ژغورنې په منظور د همکاریو کولو غوښتنه وشوه

No comments

Powered by Blogger.