وينه څۂ ته وايي؟


:لومړی برخه
وينه: چې په انگريزي ژبه کې ورتهBlood)وايي یوه ډېره ځانگړې اکرنۍ (دوراني) نسج دی چې په خپل ځان کې بېلابېل نور سلولونه لري، همدا سلولونه بيا په يو ډول اوبلن چاپېريال کې بهېږي او د دغه اوبلن چاپېريال نوم پلازما (Plasma)دی چې کله ناکله د وينې پلازما په نامه هم يادېږي.
 د وينې په سلولي توکو کې د وينې سرۂ توکي دي کوم چې د ساباسونکي گازونو لېږد رالېږد دنده لري، سربېره پر دې همدا سرۂ توکي د وينې د سور رنگ اصلي لاملونه دي دا ځکه چې سره توکي د هېموگلوبين نه جوړ شوي او هېموگلوبين يو ډول اوسپنه لرونکی پروټيني تړنگتوکی (مرکب) دی چې په دې مرکب کې آکسيجن د اوسپنې د عنصرونو سره تړلی وي. آکسيجن بيا ټول بدن ته د انرژي د جوړولو په پروسه کې اړين عنصر بلل کېږي. د وينې نور سلولي توکو کې سپين توکي هم راځي، دغو توکو ته په طبي ژبه کې ليوکوسايټونه يا ليوکوسايټز هم وايي. ددغو توکو دنده د ناروغيو او نورو مکروبونو پر وړاندې د بدن ژغورنه ده. د وينې درېيمگړي واړه توکي پلېټلېټز(Platelets) سلولونه دي. ددغه ډول توکو دنده د وينې غوټه کېدنه ده او دا بيا په بدن کې د ټپونو(پرهرونه) د رغېدلو په پروسه کې گټورې کړنې ترسره کوي
په طبي ژبه کې د هېمو hemo- او يا هېماټو hemato- (  برتانيوي انگليسي کې 
haemo-  او haemato-) د يوناني ژبې وييکې "haima"، چې د "وينه" مانا لري، نه راوتلي او همدا نومونه په طبي لاروچارو کې هم کارېږي. د اناتومي له مخې وينه يوه تړونکی ووب يا connective tissue، بلل کېږي او دا هم د وينې د کړنو پخاطر او په هډوکو کې د وينې د سرچينې پخاطر کار کوي.

No comments

Powered by Blogger.