لسمشرۍ ماڼۍ د تلاسیمیا پیاوړو مرکزونو د جوړولو ژمنه تازه کړه



په خوست او کابل کې د تلاسیمیا بېمارۍ د  له منځه وړلو په مناسبت په هر لحاظ د مجهزو او پیاوړو مرکزونو د جوړولو په مناسبت په ارګ کې ګټور مالوماتي کنفرانس ترسره  شو.
په دغه کنفرانس کې چې د چارو ادارې د بېلابېلو روغتیایی ادارو استازو برخه لرله نور د وینې او تلاسیمیا خیریه سنټر مشر متخصص ډاکټر  ښاغلي محمد نور ځدراڼ او  د تلاسیمیا سنټر مسؤل ښاغلي زرولي خوشنود لخوا د دغې مهلکې ناروغۍ د محوه کولو په مورد د جوړ شوي پلان او پروپوزل په مورد  ګټور مالومات ورکول شو.

د دغه کنفرانس پر وخت د ولسمشرۍ ماڼۍ یادو د صحت د برخې مسؤلینو لخوا د تلاسیمیا خیریه سنټرونو جوړول د دغې خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې ګټوره پلانیزه مبارزه یاده کړه  او د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خوست او کابل کې د تلاسیمیا بېمارۍ د محوه کولو په مناسبت د جوړېدونکو مرکزونو د ژمنو د دومداره تعقیب تعهد یې وکړو.

No comments

Powered by Blogger.