نړیوال روغتیایی سازمان ولایتي مسؤلینو تلاسیمیا خیریه مرکز د پیاوړي کولو ژمنه وکړه


نور د وینې او تلاسیمیا خیریه مرکز څخه په خوست کې د (WHO) نړیوال روغتیایی سازمان ولایتي مسؤلینو ډاکټر شریف الله شرافت ، ډاکټر رحمت الله او یونسف مرستندویه ادارې ولایتي همکار نظرمحمد لېدنه وکړه.
د یادې کتنې پروخت په خوست کې د تلاسیمیا خیریه مرکز مشر متخصص ډاکټر محمد نور ځدراڼ لخوا دویته د تلاسیمیا خیریه مرکز سره ثبت شویو ناروغانو او د دغه مرکز روغتیایی خدمتونو په مناسبت هراړخیز مالومات ورکړل شول .
د دغې کتنې پر وخت په خوست کې د( WHO ) یا نړیوال ورغتیایی سازمان ولایتي مسؤلینو لخوا نور د وینې او تلاسیمیا خیریه بنسټ هلې ځلې او په هومره لوړ تعداد ناروغانو درملنه او وقایوي سېستم رامنځته کول وستایل شول .
دوی ژمنه وکړه چې د نور د وینې او تلاسیمیا خیریه مرکز مسؤلینو سره به خپلو هر ډول همکاریو ترسره کولو ته دوام ورکړي او ترڅنګ به خپلو د روغتیا په برخه کې پر خدمتونو بوختو نړیوالو ادارو ته د دغه مرکز په هکله اړین او مهم مالومات د یو راپور په بڼه ولیږي .
دوي دغه راز د وینې کمبود ناروغانو درملنه یوازې د یو ډاکټر کار نه بلکې په دغه لاره کې هر یو ته له دغه مرکز سره د هر ډول ځاني او مالي همکاریو ترسره کولو غږ وکړ چې د یاد مرکز په پیاړوي کولو سره به د تلاسیمیا ناروغانو ژوند ژغورنې ترڅنګ په هېواد کې د دغې ارثي مهلکې ناروغۍ د ورکېدو سبب شي.
 

No comments

Powered by Blogger.