زموږ کاري ډله

زموږ کاري ډله
 نور د وينې او تلاسيميا خيريه بنسټ د ځوانې کاري ډلې په درلودلو سره ، چې په هغو کې د افغانستان ځینې تر ټولو نوښتګر ګډون لري. زموږ کاري ډله له غوره څرنګوالي او مسلکي کدرونو څخه برخمنه ده، چې په بېلابېلو برخو کې د تخصص په درلودلو او په بشپړه حوصله او ځواک سره خپلې دندې ترسره کوي، نوموړی کاري ټیم د خپلو دندو په ترسره کولو کې کافي او وړ تجربې لري.
نور د وينې او تلاسيميا خيريه بنسټ د کاري ډلې د پېنځه کلن بريالي مزل په اړه لنډ ويډيويي راپور !

زموږ د روغتيايي ارزښت له کاري تګلارې څخه عبارت دي، چې دا ارزښت د لیاقت، کوښښ، هڅو او زموږ ډلې د یووالي پر بنسټ ولاړ دي. زموږ د کاري ټیم جوړښت د روغتيايي چوپړونو او خير ښېګڼې د بریالیتوب بنسټ بلل کیږي.
.موږ ویاړو چې د افغانستان د روغتيا په سکتور کې ځوانه ډله لرو. زموږ د کاري ټیم غړي د لوړ څرنګوالي، ماهر او مسلکي دي، چې دوی پر ټوله پیمانه هڅه او زیار باسي تر څو نور د وينې او تلاسيميا خيريه بنسټ د خير ښېګڼې کارونو ته بریالیتوب ورپه برخه کړي. د دغه بنسټ کاري  ډله هڅه کوي، چې د خير ښېګڼې د غوره فرهنګ، روغتيايي چارو او طریقو ته د مسلکي او بې ساري معیارونو د روغتيا او درملنې پۂ برخه کې د پرمختګ پۂ رامنځته کولو سره چلنج ورکړي. له دې امله موږ د هر افغان لپاره د بشپړې روغتيا او نورو ته د ښېګڼې راسونې غوښتونکو یو.

No comments

Powered by Blogger.